پر مسجدونو باندې د وروستيو بریدونو عاملین څوک دي؟ ليكوال شاهد غزنيوال
الجـــــــهاد فی سبیل الله
پر مسجدونو باندې د وروستيو بریدونو عاملین څوک دي؟ ليكوال شاهد غزنيوال
ساعت 10:37 | بازدید : 1168 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
  1. د روان کال د لیندۍ د میاشتې په )۳(مه ورځ امریکايي ولسمشر بارک اوباما په افغانستانکې د امریکايي ځواکونو پوځي ماموریت یوکال نورهم تمدید او د کابل ادارې ولسي جرګې د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون منظور کړ.دا دواړه هڅې په حقیقت کې د افغان ولس د ارادي پرخلاف داشغالګرو او دهغوی د ملاتړویو داسې اقدام وه چې دیوه سخت ولسي غبرګون توقع ترې کیدله .هماغه وه چې د امریکایانو له دغه اقدام سره هم مهاله د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالې په یوه سپورتې لوبغالي کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه چې د مړو او ژوبل شویوشمیریې تر سلو تنو واوښت.که څه هم چې په یاده چاودنه کې د ولسي وګړو ترڅنګ یو شمیر اربکیان او دولتي کسان هم ووژل شول خو په مجموع کې دهغې ډیر قربانیان ولسي وګړي ول چې نه بایدداډول ولسي تجمعات د پوځي بریدونوهدف وګرځي .د یحیی خیلو د برید په تعقیب د لیندۍ دمیاشتې په )۷(مه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په جامع مسجد کې د جمعېد لمانځه د اداء کولو پرمهال د لمونځ کوونکو په منځ کې خونړۍ چاودنه وشوه چېپه لسګونو لمونځ کوونکي یې ژوبل کړل.تر هغه دری ورځې وروسته د لیندۍ د میاشتې پهلسمه نیټه د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍکې دجنازې د مراسموپرمهال چاودنه وشوه چې خواوشا )۳۰(په کې مړه او ژوبل شول.د ولسي جرګې لخوا د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون تصویبولو سره هم مهال پهولسي تجمعاتو په تیره مقدسه اماکنو او مذهبي مراسمو باندې دا ډول هدفي بریدونه بي له شکه چې د نړیوالواستخباراتو شبکو په لاس جوړ شوي هغه سازشي پلانونه دي چې د زیاتو ولسي افغانانو په وژل کیدو سره نور هم غواړي په افغانستان کې دخپل نامشروع اشغال د غزولو لپاره مبرر پیداکړي.دا سلام په سپیڅلي دین کې د بیګناه انسان وژنه له شرک نه وروسته دالله تعالی په نزد تر ټولو لویه ګنه ده ، پر هغه سربیره مساجد او مذهبي مراسم داسلامي ارشاداتو له مخې خپل حرمت لري، که چیري دښمن هم مسجد او یا مذهبي مراسموته د ګډون لپاره راشي نو د مسجد او مذهبي مراسمو د مذهبي حرمت اوهمدا راز هلته د ډیرو رایوځای شویو مسلمانانو د خوندیتوب پهغرض باید پردښمن برید ونه کړای شي .داچې له یوې خوا په اسلام کې د بیګناه انسان قتل حرام دی ،بل ځای د مساجدو او مذهبي مراسمو دحرمت خبره ده ، نو هیڅ کله هیڅ مسلمان هم په یوه وخت کې دوې کبیرې ) دمسلمان قتل او مسجد بي احترامي( نه کوي ، مجاهدین چې ځان دالله تعالی داحکامو نافذوونکي او دشعائرالله مدافعین بولي هغوی به څرنګه د جهاد په نوم محرمات قطعي تر سره کوي.امریکایان او د هغوي بي ضمیره ملاتړي په دې خبره پوره باورلري چې افغانان نور په خپل هیواد کې د دوي ناولي شتون نه مني ؛ لهذا د خپلو یوشمیر اجرتي ګمارل شویو په وسیله غواړي د ولسي افغانانو پهمذهبي ، اجتماعي او تفریحي مراسمو باندېداډول بریدونه ترسره کړي تر څو هم نړیوالو او هم خپله افغانانوته داوښیي چې که بهرنیان په افغانستان کې نه وي نو نه بهدافغانانو مساجد خوندي وي نه به دهغوی سپورتي او تفریحي لوبغالی مصؤن وي او نه به یې دغم اوښادي مراسم محفوظ وي.د اشغال په تیره۱۳کلنه دوره کې عامو افغانانو د اشغالګروامریکایانواو د هغوي د مفسدو مزدورانو ټول کړه وړه لیدلي چې له امله يي عامه ذهنیت نن ټول د هغويپرخلاف جوړشوی ، اوس دښمن کوښښ کوي خپل جرائم د دغه ډول وحشیانه اعمالو په ترسره کولوسره پټ کړي.مجاهدین د دغوجرائمو په مخنیوي کې څه باید وکړي؟داچې یرغلګردښمن له خپل ټول پوځي اوتخنیکي برلاسي سره د مجاهدینوپه مقابلکې شکست خوړلی، پوځي پلانونه او تګلارې یې ناکامي شوې اوس غواړي له غیر مستقیمې لارې دخپل ځان په ګټه د عامه ذهنیت جوړلو کوښښ کوي.غیرمستقیمه لاره همدا لاره ده چې یوشمیراجرتي مزدوران پیدا او دهغویپه وسیله د ولسي خلګو په منځ او یاهم د عام المنفعه تأسیساتو پرخلاف بریدونه ترسره او بیا هغه مجاهدینو ته منسوب کړي.امریکایانوته دافغانانو وژل لویه لاسته راوړنه ده ، دغه افغانان که عادي ولسي افغانان وي، که دولتي اجیران وي او که مجاهدین وي، د هغوي اصلي هدف د افغانانو وژنه ده ، په تیره هغه وژنه چې خپله د افغانانوپه لاس وي ؛ځکه په دغې وژنې سره هم افغانان د نوروافغانانو په وسیله وژل کیږي او هم له دې لارې دهغوي ترمنځ نورې فتني او تفرقې را ولاړیږي.نو مجاهدینو وروڼوته په کار ده چې د ماتې خوړلې دښمن دغې خطر ناکې فتنې ته ډیر متوجه وي .هغوی باید خپل ټول پوځي پلانونه په داسې ډول عیارکړي چې په هیڅ ډول ولسي وګړي ورکې متضرر نشي ؛ ځکه د ولسي خلګو د ځان، مال اوعامه شتمنیو خوندیتوب د جهاد او مجاهدینو اساسي هدف او مسؤلیت دی.دوهم دا چې کوم ځای تر خپلې ولکې لاندې سیموکې په مسجدونو، جنازو او یاهم په نورو ټولنیزو مراسمو، لوبو او د ښادي په غونډوکې چاودنه وشي د هغه په غبرګون کېنه یواځې داچې په هغه کې خپل لاس لرل ردکړي ، بلکې سمدستي د هغه په اړه بایدجدي تحقیقات وکړي، ترڅو د پیښې اصلي عاملین پیدا اومجازات کړي.کوم کسان چې دمجاهدینو په لیکو کې له پوځي عملیاتو پرته د ولسي خلکو په ځورولو لاس پوري کوي هغویباید تشخیص او په اړه يي جدي پلټنې وشي ، که احیانا هغوی دځینو شخصي غرضونو په اساس ولسي خلګ ځوروي هغوی تنبیه او د جرم دتکرار په صورت کې مجازات شي او که چیري خدای مکړه د دښمن اجرتي اشخاصدمجاهدینو په لیکوکې ځای پرځای شوي وي او د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو په خاطر ولسي خلکځوروي هغوي باید تفکیک او دشرعي محاکمو له پریکړې سره سم مناسبه جزاء ورکړي.دریم مجاهدین باید په هیڅ صورت د هغو ټول ګټوتأسیساتو په تخریب لاس پوري نه کړي کوم چې د دښمن ترڅنګ عام خلکو ورڅخه ډیره استفاده کوي ، لکه د لویو لارو پلونه، صحي کلنیکونه ، ښوونځي او نور غیرپوځي دولتي تأسیسات ، ځکه دغه تأسیسات که دیوه آني وخت لپاره د دښمن لخوا کارول کیږي خو دهغه ترڅنګ دټولې سیمې د خلکو دائمي اړتیاهم ورباندې پوره وي ، نو دعامه مصلحت په اساس که څه هم چې په ځینو حالاتو کې له هغه څخه دښمن استفاده کوي لکه دلویو لارو پلونو خو مجاهدین باید دهغو له تخریب او نړولو ځان وساتي ، ځکه تخریب یې له یوې خوا د خلکو دمتضرر کیدلو لامل ګرځي او له بلېخوا دښمن ته د مجاهدینو پرخلاف د ناوړه تبلغاتو زمینه برابروي.اوس مهال چې د دښمن د اشغال وروستۍ ورځې دي باید مجاهدین وروڼه تر اجرايي فعالیتونو زیات پروقایوي کړنو تر کیز وکړي ، دولسي خلکو امنیت تأمینول، دهغویلپاره د امکان په صورت کې د هغویلپاره د ښوونې اوروزنې ،روغتیا او نورو رفاهي خدمتونه برابر کړي.په پوځي ډګرکې د دښمن د افرادو تر وژلو زیات د هغویپه قانع کولو کوښښ وکړي ، ځکه د داخلي افغانانو په تیره د غولول شوي یو اویاهم تطمیع شویو اربکیانو تروژلو د دښمن له صف څخه د هغویراجلاکول د دښمن لپاره لویه ضربه ده


افغانستان
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست










می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 353
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 353
بازدید ماه : 3229
بازدید کل : 96850
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 353
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 353
:: بازدید ماه : 3229
:: بازدید سال : 8207
:: بازدید کلی : 96850